اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

مجاهد: د کابل او بیجینګ اړیکې د پراختیا په حال کې دي

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي چې اسلام اباد هڅې کوي د کابل او بیجینګ تر منځ د باور فضا لمنځه ویسي.

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د سرپرست حکومت ویاند، خېبر پښتونخوا کې پر چینایي وګړو د برید عاملینو په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته په اشاره وایي، دغه مساله له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او په خبره یې پاکستان باید خپل امنیت په خپله ټینګ کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « پاکستان کې د چینایي وګړو موخه ګرځو پاکستان پورې اړه لري او افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري او راپور چې پاکستان خپور کړی د افغانستان او چین ترمنځ د باور لمنځه وړلو هڅه ده، موږ بیا بیا دغه رد کړی او غیر منطقي ده.»

تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي کابل ته په سفر کې، خېبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د وروستي برید په اړه خپلې موندنې له افغان چارواکو سره شریکې کړې دي.

په ورته مهال یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د سیاسي ستونزو د حل لپاره له یو بل سره د مالوماتو شریکول ګټور دي او زیاتوي، پاکستان باید دغه هېواد کې رامنځته شویو پېښې د افغانستان پورې ونه تړي.

د سیاسي چارو شنونکي، کامران امان هم وویل: « پاکستان دغې موضوع په اړه هیڅ ډول ثبوت نه لري او دغه سفر هم بې مانا دی، هیڅ څه به لاسته رانه وړي، او دغه موضوع حقیقت نه لري. دوی غواړي چینایانو ته وښیي چې موږ افغانستان ته رسمي سفر وکړ څو موضوع روښانه شي.»

د سیاسي چارو شنونکي، سید قریب الله سادات هم وویل: « که مسایل شریک شي نو د امنیت ټینګښت او ستونزو حل لپاره غوره دي، خو که پاکستان غواړي دغه برخه کې ځان بې ګناه وښیي او افغان حکومت ملامت وښیي دا سم ده.»

پاکستاني چارواکو په ځلونو ورته ادعاوې کړي خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړي او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا