اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

تاجیکستان له افغانستان سره د پولو د امنیت د ټینګولو اعلان وکړ

ډيد خبري اژانس : تاجیکستان له افغانستان سره په سرحدي پوله کې د نويو پوځي تجهيزاتو په ورکولو سره د پولو د امنيت د ټينګښت اعلان کړى دى.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو د سرحدي خدماتو مشر، جنرال ولادیمیر کولیشوف اعلان وکړ: «د تاجیکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا لپاره د ډله ایز امنیت تړون سازمان په نښه شوي پروګرام باندې ګډ کار دوام لري».

ده همداراز وویل: د تاجیکستان پوله ساتونکي به د پولې د ساتنې لپاره په عصري وسلو او تخنیکي وسایلو سمبال شي.

کولیشوف د لویدیځو هیوادونو له خوا له نړیوالو قوانینو څخه سیستماتیک سرغړونې او په ټوله نړۍ کې د تروریستي ګواښونو زیاتیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: افغانستان له یوې خوا له دغه قانونه مستثنی نه دی او له بلې خوا د امریکا او انګلستان فعالیتونه له ترهګرو ډلو سره لاس او ګریوان دي. د روسیې په شاوخوا سیمو کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو په هدف، په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ده همداراز وویل: د اذربایجان، ارمنستان، بیلاروس، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجیکستان او ترکمنستان د سرحدي څانګو عملیاتي واحدونه د ترهګرو او افراطي سازمانونو له خوا د سرحدي امنیتي ګواښونو په کشف او شنډولو کې د همکارۍ زیاتولو په موخه له یو بل سره په دوامداره توګه تماس لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تاجیکستان له دې مخکې اعلان کړی و، چې له افغانستان سره د پولې د پیاوړتیا لپاره به کار کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا