اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست
حکمتیار: په دوحه کې دریمه ناسته د «بن» ناستې ناکامه تجربه ده
دید خبري آژانس د خبر له مخې، د حزب اسلامي مشر د دوحې درېیمه ناسته د ناکامې تجربې تکرار ګڼي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2024/05/photo_2024-05-27_17-14-58-1024x576.jpg)
ګلبدین حکمتیار په دې وروستیو کې په خپل ایکس شیټ کې لیکلي: د دې غونډې موخه د بنین سیوان او بل اخضر ابراهیمي ټاکل دي، څو د افغانستان په مسله کې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ اجماع رامنځته شي.
حکمتیار ادعا کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی ځانګړی استازی به د امریکا له خوا تصویب شوی کس وي.
باید وویل شي چې بنین سیوان او اخضر ابراهیمي د افغانستان د انتقال په دوره کې د ډاکټر نجیب له کیڼ اړخه حکومت څخه مجاهدینو ته او د طالبانو د لومړي حکومت څخه جمهوري نظام ته د انتقال په دوره کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي وو.