حامد کرزي تورن اسماعیل د ایران په غوښتنه د اوبو او برېښنا وزیر مقرر کړی ؤ، څو د افغانستان د جنوب غرب حوزې پر سیندونو ایران ته د روانو اوبو په وړاندي د بندونو د جوړلو د پروژو مخه ونیسي. ځکه خو د حامد کرزي په ټوله څورلس کلنه دوره کي د ایران د خوښیو او ارمانونو لپاره په جنوب غرب حوزه کي یو بند افتیتاح نسو او د سلما چي باید په ۲۰۰۸ کي افتیتاح سوی وای، کار ئې تر ۲۰۱۶ پوري وځنډېده، څو اشرف غني ئې پخپلو هڅو کار تمام او افتیتاح کړ!
ددې موضوع په اړوند په لندن کي عزیز معراج د ایراني ډیپلوماټ سره د خپلو لیدو او کاتو په جریان خپل حال راسره شریکوي او وايي:
نن د لندن ښار په یوه ټولنیزه رسمي غونډه کي چي د ګډوډ کلتوري ټولنو مشرانو او استازو په کي برخه اخیستې وه له یوه ایراني پخواني دیپلومات سره مخامخ شوم. چه وروسته له خبرو اترو او معرفت څخه بحث د افغانستان پر اوبو او د ایران د ولسمشر په وروستیو څرګندونو راغی.نوموړې ډیپلومات افشین رهګذر زریابي نومیده، چي په ۸۰ میلادي لسیزه کي د ایران لخوا په فرانسه او له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کاله پوري په لندن کي ډیپلومات پاتې شوي وه او بیا وروسته له خپل دولت سره په څه جنجال او دښمني دلته په لندن کي پاتي شوی او اوس مهال د سیاسي فعالیتونو، فارسي رادیویي خپرونو سربیره سوداګري هم کوي.د خبرو په ترڅ کي نوموړی وویل: چی د روحاني دا څرګندوني څه نوي نه دي د اسنادونو پر بنیاد ویلی شم چي د کرزی د حکومت پر مهال ستاسو د اوبو او برښنا وزیر تورن اسمعیل زمونږ یعني د ایران په سپارښت دغه وزارت لپاره ښاغلي کرزي ته ورپیژاندل شوی وه او نوموړي ته د کال ۱۰ میلونه ډالره یواځي د ایران لخوا ورکیدلې، تر څو د سلما بند، د هریرود پر سیند په هرات کی، د کمال خان بند په نیمروز کي، د کجکی بند په هلمند کي، د هیرمند سیند د بخش آباد بند په فراه کی او همداسی د کفکان یا کفکن بند، د تیر پل بند خصوصا د پاشدان بند په هرات کي د هریرود سیند په سر د جوړیدو له چارو څخه نه یواځی ډډه وکړی، بلکه دا پلانونه او پروژی ویجاړي کړي.ښاغلی افشین زیاته کړه، چي د دغو بندونو او ۲۱ نورو بندونو بودجه د اسیا پراختیا د بانک لخوا تاسو ته منظور شوی هم وه. د نوموړی څخه ما وپوښتل چي په دې هکله دا معلومات یا اطلاع تاسي څنګه تر لاسه کړي دي؟نوموړي په ډیره لنډه او په ساده توګه راته وویل، چی ما مخکي له دې چي لندن ته راشم په دې برخه کي ماموریت کړی دی. ملګرو د نوموړي په هکله تاسي په انترنیت کی هم معلومات حاصلولی شی. یواځی یې نوم او پخوانی دنده ولیکی.په سوريه، عراق، عربستان او افغانستان کي د ايران د لاسوهنو په هکله او يو لړ نوري مقالي هم ليکلي دي. نوموړي یو څه نوري کیسې د شمالی ټلوالي سره د خپلو مرستو او نورو موضوعاتو په هکله هم وکړې چي بیا وروسته ئې تاسو سره شریکوم.
لیکوال: عزیز معارج