اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد د ټام ویست سفرونه «بې ګټې» وبلل

ډيډ خبري اژانس: د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د امريکا د ځانګړي استازي ټام ويسټ سفرونه بې ګټې او بې بنسټه بللي دي.

مجاهد وايي چې د ټام ویست «ستراتیژیک او نیمګړی سفرونه» به تر هغه کار ونه کړي چې امریکا له طا-لبانو سره مستقیمې اړیکې ونه لري.

نوموړي له «ملي راډيو-تلويزيون» سره په مرکه کې ترکيې ته د امريکا د ځانګړي استازي وروستي سفر ته په اشارې سره وويل: له طا-لبانو سره له مستقيم تماس پرته د ښاغلي ويست سفرونه به هيڅ درد ونه دوا کړي.

باید وویل شي، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي په دې وروستیو کې انقرې ته سفر کړی او هلته یې له ترکي چارواکو سره د افغانستان په اړه، په خراسان کې د داعش د ګواښونو پر وړاندې د ډله ییزې ډیپلوماسۍ او همغږي هڅو په اړه خبرې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا