اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د غزې بحران؛ په تیرو څو ورځو کې د کډوالو په شمیر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی

دید خبری آژانس: د غزې په جنوب کښې د ملګرو ملتو په کارکونکو باندې د اسرائیلو د رژیم په تازه حمله کښې یو تن وژل شوی او یو بل تن ژوبل شوی دی.

ملګرو ملتونو په یوه بیان کې اعلان وکړ چې پرون د غزې په جنوب کې د دوی یو کارکوونکی چې روغتون ته د انتقال په حال کې وو وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

په همدې حال کې د رپوټونو پر بنسټ، د اسرائیلو د رژیم له خوا فلسطینیانو ته د «سمدستي وتلو» له حکم او د غزې په جنوبي سیمو کې د دغه رژیم د عملیاتو له پراخیدو وروسته، د تېرې اوونۍ په دننه کې د غزې د اوسېدونکو ۲۰ سلنه بېرته بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو پر کارکونکو په داسې حال کې برید شوی چې رفح ته نژدې یوه روغتون ته روان وو.

ملګرو ملتونو د دغه برید د مسوول کس په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغه سازمان د یوه کارکوونکي پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دغه سازمان پر کارکوونکو ټول بریدونه غندلي او د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

دا پرمختګونه په داسې حال کې شوي چې صهیونیسټي رژیم د اوربند وړاندیز ونه مانه او په رفح باندې یې حمله وکړه چې د کډوالو یوازینۍ پناه ځای بلل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا