که مو حکومت غوښتنې و نه مني نورې پرېکړې هم کولی شو
د اجراييه رياست دويم مرستيال وايي چې د افغانستان ژغورنې ايتلاف ددې لپاره رامنځته شوې چې په حکومت کې خلکو ته هم ونډه ورکړل شي. دغه څرګندونې د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق پرون په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
د محقق په وينا دغه ايتلاف شپږ غوښتنې لري چې د حکومت له لوري بايد کره پاملرنه ورته وشي. نوموړي په ورته وخت کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې د ولس حق غواړي او د ټولو چارواکو واکونه باید ور وګرځول شي.
هغه په ترکیه کې له دوستم سره لیدل یو تصادف بولي، خو خبریال پوښتنه کوي، چې د عطا محمد او دوستم له اوږدې دښمنۍ وروسته ددوی دواړو ایتلاف تصادف دی، هغه یې په ځواب کې پټه خوله شي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په خبرپاڼه کې خو د ولس حق نه دی غوښتل شوی، یوازې ستاسې درېواړو چارواکو غوښتل شوی وايي، چې زموږ حق د ولس حق دی او موږ د خلکو لپاره غوښتنې لرو. دغه راز محقق وويل چې د واک انحصار کول افغانستان د سقوط لوري ته بيايي دغه انحصار طلبي بايد پاى ومومي. د غونډې په پاى کې محقق وويل که چيرې د دوى يادې غوښتنې ونه منل شي نو دى به انتظار وکړي ترڅو د افغانستان ژغورنې ايتلاف د عالي شورا نور غړي له ترکيې څخه راستانه شي نو بيا په ګډه سره بله پريکړه وکړي.