کونړ چارواکي وايي، یو شمېر دیني عالمان د وسلهوالو طالبانو په ګټه تقریرونه کوي او ځوانان هڅوي څو داعش ته لاړ شي
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په یوه غونډه قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو ته په خپلو خبرو کې وویل، په ولایت کې یو شمېر دیني عالمان شته چې د دولت وسلهوالو مخالفینو او په ځانګړي ډول داعش ته کار کوي او ځوانانو ته داسې روحیه ورکوي چې د یادې ډلې جنګي صفونو ته داخل شي.
“داسې علما کرام زموږ په ځینو سیمو کې شته چې مستقیماً دغه تروریستې ډلې سره لاس لري او ځوانان مو هڅوي څو دغې ډلې سره یوځای شي.”
والي وویل، هر عالم چې هغه زما د وطن او هېوادوالو د بدبختۍ لامل ګرځي هغه عالم نهدی او حکومت مجبور دی چې پر خلاف يې قدم پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه:
“موږ به ضرور د دوی په مقابل کې اقدام کوو، پهدې نوم به بیا دا غوښتنه هم نهکوي او اعترض به هم نهکوي چې یا د مدرسې بې عزتي وشوه او یا د کوم عالم بې عزتي وشوه، ځکه هغه عالم چې ما وژني، هغه عالم چې افغانستان بدبخته کوي، هغه عالم چې ستا غوندې قومي مشر لهمنځه وړي، زه هغه ته د عالم په سترګه نه ګورم او هغه حقیقي عالم نهدی.”
ښاغلي کلیمزي وویل، عالمان باید د مسلمان وژنې خلاف خپله دیني وجیبه ادا کړي او دې کار ته ناروا ووایي.
اخوا خلک هم وایي، یو شمېر دیني عالمان هره میاشت د دولت له بودجې معاشونه او نور امتیازات اخلي خو کار او خدمت د دولت وسلهوالو مخالفینو ته کوي.
یو تن اخترګل وايي:
“جنګ ټول ملایانو جوړ کړی دی. د محلي پولیسو او د نورو افغان سرتېرو جنازې نهکوي وايي، دا کافر دي. تنخوا ګانې اخلي خو جنازې نه کوي. یو څو دغه ډول ملایان شته چې د دولت او ولس په ګټه دي، نور ټول د دولت خلاف دي او تل يې مخالفینو سره مرسته کړې.”
په کونړ کې د دیني عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالرحمن هم دا مني چې د دوی په منځ کې داسې کسان شته چې د دولت د مخالفینو په ګټه تقریرونه کوي خو وایي، د داسې کسانو معلومول د کشفي ارګانونو کار دی.
څو ورځې وړاندې د کونړ امنېي قوماندان دا منلې وه چې د ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش ډله فعاله شوې، په لېرې پرتو او ځنګل لرونکو سیمو کې یې روزنیز مرکزونه جوړ کړي، څو ځایه د یادې ډلې په وسلهوالو بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم وکړل چې ورته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې او لا هم لګیادي خپلو فعالیتونو ته يې دوام ورکړی دی.