اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست
د امریکا ځانګړې استازې: د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره په ټولنه کې د ښځو ونډه اړینه ده
ډيډ خبري اژانس: د افغان ښځو د حقونو لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړې استازې رينا اميري وايي، بشري حقونه او په ټولنه کې د افغان مېرمنو بشپړ ونډې له پامه نه شي غورځولاى.
مېرمن امیري په دې وروستیو کې په ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د لا اقتصادي بې ثباتۍ، افراطیت او د جګړې د دوام د مخنیوي لپاره د افغان ښځو ونډه اړینه ده.
اميري: موږ بايد په ټولنه کې د ښځو شاملول، بشري حقونه او بشپړ ګډون پياوړى کړو، ځکه دا کار له پامه نه شي غورځولاى او نه له لومړيتوب څخه لرې کېږي او دا کار په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ، بنسټپالنې او د جګړې د دوام د مخنيوي لپاره اړين دى.