اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د افغانستان په اړه د یوناما مشورتي غونډه سبا په امنیت شورا کې جوړېږي

ډید خبري اژانس: ټاکل شوې ده سبا چهارشنبه (د کب ۱۶مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د یوناما مشورتي غونډه جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې دفتر اعلان کړی چې د دغه سازمان امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې دفتر ویلي، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریت مرستیالې (یوناما) د دغه هېواد د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د دې غونډې د اجنډا په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه غونډه وکړه.

همدا راز څه موده وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب او د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې وه.

طا-لبانو دواړه ناستې ناکامې او له لاسته راوړنو ډکې وبللې او د پرونۍ ناستې په اړه یې هم وویل چې د دوی د استازو نه شتون به پر افغانستان د نړیوالو غونډو اغېز کم کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا