د دید خبري آژانس د خبر له مخې د مسلم لیګ نواز ګوند شهباز شریف د ولسي جرګې د ۲۰۱ رایو په ګټلو سره د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د هغه مخالف د پاکستان تحریک انصاف ګوند ایوب عمر ۹۲ رایې وګټلې.
تر دې مخکې کارپوهان په دې باور وو چې دوه ګوندونه، نواز مسلم لیګ او د پاکستان پیپلز ګوند به په یوه ایتلاف کې حکومت جوړ کړي.
لنډمهاله وزیراعظم انوارالحق کاکړ شهباز شریف ته په بریا مبارکي ورکړې ده.