سالنګ د څلورمې ورځې لپاره هم تړل شوی دی
دید خبري آژانس: د سالنګ لویه لار له څلورو ورځو واورې ورېدو وروسته د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د فواید عامې سرپرست وزارت نن یکشنبه (۱۳ کب) وویل، چې د سالنګونو په بېلابېلو سیمو کې له ۱،۵ تر ۳ مترو پورې واوره ورېدلې او تر اوسه پر دغې لویې لارې ۲۵ واوره ورېدلې ده.
سالنګ د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو څخه ده. دغه لار د افغانستان د شمال او شمال ختیځ نهه ولایتونه او څلور سوداګریز بندرونه سره نښلوي. سالنګ د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د مالونو په لېږد کې مرسته کوي او سوداګرو ته اسانه کوي.
په تېرو څو اوونیو کې دا دویم ځل دی چې د سالنګ لویه لار تړل کېږي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند جانان سایق په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتيا، پکتيکا، خوست او سمنګان په ګډون لږ تر لږه ۲۰ ولایتونو کې سخت اورښتونه شوي او په کې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د هغه په وينا، په تېرو ١٢ ورځو کې د سختو بارانونو او واورو له امله لږ تر لږه ٢٠ کسان مړه او ١٤ نور ټپيان شوي دي.