اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

ستانکزی: ډیورنډ کرښه له پاکستان سره هیڅ تړاو نه لري

دید خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وايي، دا کرښه له پاکستان سره هېڅ تړاو نه لري.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو د سرپرست وزیر جان اڅکزي له وروستیو څرګندونو وروسته چې د ډیورنډ فرضي کرښه بلل احمقانه خبره ده، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل: دا کرښه له اسلام اباد سره هیڅ تړاو نه لري.

هغه دا هم وويل: «ډيورنډ کرښه په سيمه کې د انګريزانو د شتون له وخته يوه ننګونه ده او کله چې دغه کرښه رامنځته شوه، د نړۍ په نقشه کې د پاکستان په نوم هيڅ هېواد شتون نه درلود».

هغه وويل، چې پاکستان د ډيورنډ له کرښې ٥٠ کاله وروسته رامنځته شوى او تر هغه ډېر ځوان دى.

په همدې حال کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو سرپرست وزیر جان اڅکزي رسنیو ته ویلي چې طا-لبانو د ډیورنډ کرښې په اړه خپل رسمي دریځ له پاکستان سره نه دی شریک کړی.

هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ اوسنۍ پوله «رسمي» او په نړیواله کچه منل شوې پوله وبلله.

ښاغلي اڅکزي په دې خبرې په ټینګار سره چې پاکستان په دې برخه کې له افغانستان سره کومه ستونزه نه لري، وویل: که څوک دا احمقانه خوب ویني چې دا پوله یوه خیالي کرښه ده، نو دا به یو خوب وي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له افغانستانه د شوروي د پوځ د وتلو د کلیزې په مناسبت ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله نشته، بلکې یوه خیالي کرښه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا