دید خبری آژانس: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قومی د دوحې د غونډې په هکله د ایران د رسنیو نندارتون ته د خپل سفر په ترڅ کښې وویل: په افغانستان کښې د ملګرو ملتو نوی استازی باید په داسې شرایطو کښې وټاکل شی، چې هغه د زیاتې ملګرتیا، پیژندګلوۍ او همکارۍ خاوند وی.
قمی: له افغانستان سره هغه څه چې د ګوتیریش په لنډیز کې شامل وو په سیمه کې د هیوادونو د رول منل وو او پریکړه وشوه چې مشورې ته دوام ورکړي.
هغه د دوحې په غونډه کې د دوو مهمو مسایلو په اړه وویل: یو د بین المللي تماس د ډلې جوړول، ترڅو نړیواله ټولنه د افغانستان له واکمنانو سره خبرې اترې وکړي. دویمه مسله د ځانګړي استازي ټاکنه وه.