د غزې تراژیدي؛ کاناډا، نیوزیلینډ او استرالیا د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه
دید خبری آژانس: په عین حال کښې په غزه کښې بشری او خونړی کړکیچ دوام لری، استرالیا، کاناډا او نیوزیلینډ په دغه سیمه کښې د بیړنی اوربند غوښتنه وکړه.
د کاناډا، استرالیا او نیوزیلنډ مشرانو د پنجشنبې په ورځ (دلو ۲۶) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړه.
د درې واړو هېوادونو د صدراعظمانو په بیانیه کې راغلي دي: «موږ د هغو نښو نښانو په اړه ژوره اندیښمن یو چې اسرائیل په رفح باندې د ځمکني برید پلان لري. موږ په کلکه باور لرو چې په رفح کې پوځي عملیات به ویجاړونکي وي او د سمدستي بشري اوربند رامنځته کول اړین دي».
د دغو دریو هیوادونو په اعلامیه کې له اسرائیلي رژیم څخه هم غوښتل شوي چې پر رفح برید ونه کړي.
په دغه اعلاميه کې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو د نسل وژنې د قضيې په اړه د هاګ د نړيوالې محکمې حکم ته هم اشاره شوې ده او دغه رژيم مکلف بولي چې د ملکي وګړو د ژوند ساتنه وکړي او اساسي خدمتونه او لازمې بشري مرستې برابرې کړي.
په همدې حال کې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پرون اعلان وکړ، چې اسراييل به د حماس د له منځه وړلو په موخه پر رفح چې د غزې د تړانګې په جنوب کې د فلسطيني کډوالو وروستی پناه ځای دی، بريد وکړي.
خو د اسرائيلي رژيم له دغه پروګرام سره نړيوال مخالفتونه ورځ په ورځ زياتيږي.