اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د ناټو د لګښتونو پر سر جنجال؛ جوزپ بوریل: ناټو یو «پخپل سر» ایتلاف نه دی

ډید خبري اژانس: د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، ناټو پوځي اتحاد نه دی چې په کې هر څوک جلا انتخاب ولري.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې چارواکي جوزپ بوریل په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د وزیرانو په غونډه کې د ګډون پر مهال وویل: ناټو نه شي کولای یو لا کارته ایتلاف وي (هرڅوک د جلا انتخاب حق نه لري).

د امریکا د ولسمشرۍ نوماند ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې په خپل ټاکنیز کمپاین کې هڅه وکړه چې په اروپا کې د ناټو امنیتي چتر کمزوری کړي او ویې ویل چې دی پوتین هڅوي چې د ناټو پر هر هغه غړي برید وکړي چې د دې اتحاد لګښتونه نه ورکوي.

د فرانس پریس په وینا، بوریل نن دوشنبه (۲۳ دلو) وویل: راځئ چې جدي واوسو. ناټو نه شي کولی یو نظامي اتحاد وي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر له هیلو سره ورځ په ورځ کار کوي.

باید وویل شي چې سپینې ماڼۍ د ټرمپ دغه څرګندونې ټکان ورکوونکي بللي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا