اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

په كابل كې د ايران د اسلامي انقلاب د بريا د كليزې د نمانځلو؛

کاظمي قمي: ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د سیمه ییزو هڅو ملاتړ وکړي

دید خبری آژانس: په کابل کې د ايران ځانګړي استازي او سفير حسن کاظمي قمي د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د بريا د ٤٥مې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې وويل، د سيمه ييزو تماسونو د ډلې د جوړېدو موخه په افغانستان کې د ثبات له ټينګښت سره مرسته ده.

په کابل کې د ايران ځانګړي استازي او سفير د يکشنبې په ورځ (د دلو ٢٢مه) د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د بري د کليزې د نمانځنې پر مهال ډيډ خبري اژانس ته وويل، چې تهران تمه لري د دوحې غونډه د افغانستان په اړه د سيمه ييزو هڅو ملاتړ وکړي.

کاظمي قومي څرګنده كړه چې هېواد يې په دې غونډه او په هره بله غونډه كې چې په افغانستان كې د ثبات او د جامع حكومت د جوړولو لپاره ترسره كېږي په فعاله توګه ګډون او هڅې كوي.

هغه د خپل هېواد په نوښت د سیمه ییزې تماس ډلې رامنځته کېدو ته په اشارې سره زیاته کړه، هیله من دی چې د دوحې ناسته به د همدې حل لارې په چوکاټ کې دوام وکړي او د افغانستان او ګاونډیانو اصلي دودونه په پام کې ونیسي.

کاظمي قمي: د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د افغانستان د حالاتو په ښه کولو کې اغیز ولري، خو هغه څه چې موږ له نړیوالې ټولنې څخه تمه لرو هغه د سیمه ییزو نوښتونو سره سمون خوري، دې ته په پام سره چې د سیمې هېوادونه په لوړه کچه همکاري کوي. له افغانستان سره اړیکې لري او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو تر منځ تر ټولو ډېرې اندېښنې امنیتي ستونزې، ترهګري، هېواد جوړونه، اقتصادي همکاري او نور مهم مسایل دي چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ کوي.

د ایران ځانګړي استازي هیله څرګنده کړه چې د دوحې دویمه ناسته به رغنده وي، خو څرګنده یې کړه چې د دوحې د غونډې د پایلو په اړه قضاوت کول لا وختي دي.

هغه زیاته کړه: دا باید وګورو چې د دوحې په غونډه کې نیول شوې لاره به د افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي او که نه، نو د اسلامي جمهوریت له خوا به یې ضرور ملاتړ وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تل په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او د سیمه ییزې تماس ډلې د نوښت وړاندیز یې کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا