اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

فایق: د طا-لبانو مخالفت د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه پرېکړه نه بدلوي

ډید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشر وايي، طا-لبان هڅه کوي له ځانګړي استازي سره د نه همکارۍ په اعلانولو سره په افغانستان کې د بدلون بهیر ورو کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي مشر نصیر احمد فایق له رسنیو سره په خبرو کې وویل: د طا-لبانو مخالفت به د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه بدله نه کړي.

فایق څرګنده کړه؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه له ټولو اړخونو سره سلا مشورې کوي او تر اوسه د وروستي انتخاب لپاره کوم نوم نه دی غوره شوی.

هغه څرګنده کړه: طا-لبان له ځانګړي استازي سره د نه همکارۍ په اعلانولو سره غواړي په افغانستان کې د بدلون هغه بهیر ورو کړي چې ملګري ملتونه یې پلان لري.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا تر دې وړاندې د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره د دغه سازمان سرمنشي مکلف کړي، چې د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

که څه هم د دې پرېکړې هرکلی د سرپرست حکومت مخالفو ډلو او طا-لبانو یې مخالفت کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا