د ټولګټو وزیر؛ ښاغلي ډاکټر محمود بلیغ: نوی سالنګ تونل جوړېږي
د نوې سالنګ تونل د جوړېدو د تخنیکي مطالعاتو پروژه نن د عامې فوایدو وزارت او د دیوې اسټرالیایي کمپني (SMEC) ترمنځ لاسلیک شوه.
دغه پروژه ۱۹،۶ میلیون ډالر ارزښت لري چې د اسیا پراختیایي بانک او جاپان حکومت له خوا تمویل کیږي.
د فواید عامې وزیر ښاغلي محمود بلیغ وویل، په پام کې ده چې اسټرالیایي شرکت د نوې سالنګ د تونل جوړېدو لپاره خپل تخنیکي مطالعات پیل کړي او افغان حکومت ته یې د تونل جوړېدو او لارې لپاره بیلابیل غوراوي وړاندې کړي.
د اسیا پراختیایي رئیس توماس پنیلا وویل، چې د سالنګ نوې تونل نه یواځې د افغانستان د اقتصاد او ترانسپورټ لپاره مهم بلل کیږي بلکې دغه تونل کولای شي چې د سیمې د ترانسپورټ، ترانزیټ، او نخلولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
په پام کې ده چې SMEC شرکت د نوې تونل د جوړېدو لپاره او د موجود غوراوي په اړه خپل مطالعات پیل کړي، چې په کې خاواک-خنجان او دوشي-بامیان لارې ترڅنګ د موجود تونل د بیارغونې چارې هم شامل دي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د جاپان سفیر میت سوجي سوزوکا وویل، چې د جغرافیې له لحاظه افغانستان په سیمه کې یو ځانګړي اهمیت لري او نوې تونل به د افغانستان د شمالي او سویلي ولایتونو لپاره مهم رول ولوبولای شي.
نومړې زیاته کړه، چې جاپان حکومت ژمن دي چې د دغه پروژې د مطالعاتو ۵۳ فیصد لګښت تمویل کړي.