اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په ملاتړ تورن شوی دی

دید خبری آژانس: د بریتانوی ورځپاڼې (سندی ګارډین) له خوا د پاکستان پوځ په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په ملاتړ تورن شوی دی. دې ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې پاکستان غواړي افغانستان ته د داعش وسله وال واستوي.

سنډي ګارډین د یکشنبې په ورځ (د دلو ۸ مه) د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوله ساتو او طا-لب ځواکونو ترمنځ نښتې ته په اشارې سره لیکلي، چې دا نښته د پاکستان د پوځ له خوا افغانستان ته د داعش د غړو د استولو پر مهال شوې ده.

د ټي ټي پي پخواني کمانډر احسان الله احسان له سنډي ګارډین سره په مرکه کې پاکستان تورن کړی چې د داعش په کارولو سره افغانستان ته د نفوذ هڅه کوي.

د نوموړي د څرګندونو پر بنسټ، داعش وسله والو د پاکستان له سرحدي پوستو له تېرېدو وروسته له طا-لبانو سره نښته کړې او بېرته پاکستاني ځواکونو ته تښتېدلي دي.

احسان څرګنده کړه: «د داعش د عناصرو د له منځه وړلو لپاره، طالبانو په درنو وسلو سره د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړې او په ځواب کې پاکستاني لوري هم توپخانې وکارولې».

هغه همداراز څرګنده کړه: «د داعش جنګیالیو هلته د پاکستان د پوځ بشپړ ملاتړ درلود او د دغه هېواد له پوځ څخه یې پوځي ملاتړ ترلاسه کول، چې د طا-لبانو له خوا ورته پام نه شو».

د يادونې وړ ده، چې له تېر يوه کال راهيسې د پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې د ټي ټي پي پر سر ترينګلې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا