اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستنړۍ

د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د استازو مشوره

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د دغې اتحادیې یو شمېر نور چارواکي وايي، چې په بروکسل کې یې له حکمت خلیل کرزي سره د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو او د تلپاتې سولې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په ایکس کې لیکلي چې هغه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې رافایلا ایودیس، د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو په برخه کې د اسیا او ارام سمندر د څانګې له مشرې پاولا پامپالوني او د پخوانی رژیم د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو له مرستیال حکمت خلیل کرزي سره وکتل.

نیکلاسن زیاته کړه، چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ، د تلپاتې سولې او له دغه هېواد سره د تعامل په اړه خبرې وشوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا