روستي خبرونهنړۍ

امریکا د عراق او سوريې داعش افغانستان ته را انتقالوي

په داسې حال کې چې سوريه او عراق کې د داعش وسله واله ډله سخته وځپل شوه، ځينې سرچينې خبر ورکوي، چې امريکا غواړي د دې ډلې جګړه افغانستان ته راولېږدوي

روسيه نن» ورځپاڼې په خپله يوه مقاله کې ټينګار کړی دی، چې امريکا سيمه کې سولې ته اړتيا نه لري او واشنګټن اوسمهال د داعش ليکې افغانستان ته د دې ډلې د جګړه‌مارو د لېږدولو له پاره تنظيموي.

د مقالې ليکوال اولګا سوخاريوا وايي: «دا چې سوريه او عراق کې داعش ډله سخته وځپل شوه، امريکا د دې ډلې د جنګي توان د ساتلو له پاره له پخوا ډېره مايله ده».

ليکوال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو او سياستوالو هغو څرګندونو ته اشاره کړې، چې ادعا کوي، له داعش سره د امريکا د ښکاره ملاتړ په اړه شواهد او اسناد لري.

هغه د افغانستان د حکومت د يوه چارواکي زبير مسعود هغو څرګندونو ته اشاره کړې، چې په وينا يې داعش جګړه مار په افغانستان او په ځانګړي ډول په بدخشان ولايت کې د خپلو ليکو د منظمولو او ځواک د پياوړي کولو په حال کې دي.

ليکوال ليکي، چې دا خبرونه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم تاييد کړي دي او ويلي يې دي، چې امريکايي ځواکونه افغانستان کې د داعش د مرکزونو د پياوړي کولو هڅه کوي.

دغه راز د پاکستان د پوځ مشر هم څو ورځې وړاندې پاړه چنار سيمه کې له چاودنو وروسته وويل، چې داعش ډله افغانستان کې د پیاوړي کېدو په حال کې ده.

بل پلو د افغانستان د ګڼو ولايتونو امنيتي چارواکو او خلکو په ځلونو وويل، چې په هغو سيمو کې نامعلومه الوتکې الوتنې او ناستې کوي، چې داعش جګړه‌مار په کې مېشت دي. نړيوال وايي د دې ځواب دې هغه څوک ورکړي چې د افغانستان هوايي حريم يې په لاس کې دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا