Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسيسیمه

د پاکستان په دولتي ټلویزیون کې د هزاره ګی د خپرونو د پیل لپاره د مارشال دوستم هرکلی

ډيډ خبري اژانس: د ملي جنبش ګوند مشر مارشال دوستم د پاکستان په دولتي ټلويزيون کې د فارسي ژبې په هزارګي لهجه د خپرونو د پيل هرکلى کړى او دا يې د فرهنګونو د درناوي په لاره کې يو ګام بللى دى.

مارشال دوستم په یوه پیغام کې ویلي چې د پاکستان په دولتي تلویزیون کې په فارسي ژبه د خپرونو پیل ښه او غوره کار دی.

هغه لیکلي: زه د خپل ځان او د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند او د افغان ترک قومونو (ازبکانو او ترکمنانو) په استازیتوب د نړۍ ټولو هزاره ګانو په ځانګړې توګه د کویته هزاره ګانو ته د دغه مهم فرهنګي او مدني ګام مبارکي وایم. د پاکستان د کویټې خلک او دا عادلانه اقدام د بشري او مدني حقونو درناوی د بشري ټولنو لویه برخه ده.

مارشال دوستم د افغانستان دننه وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې په افغانستان کې تر اته میلیونو زیات هزاره ګان مظلوم دي.

هغه له تعليمي نصاب څخه د جعفري فقهې لرې کول او په افغانستان کې د فارسي کلمو او اصطلاحاتو بنديز تبعيض او ظلم وباله.

خو پاکستان اعلان وکړ چې د بلوچستان دولتي ټلویزیون یو ساعت وخت ټاکلی چې دغه پروګرام په فارسي ژبه په هزاره گی لهجه نشر کړي.

Back to top button