دید خبری اژانس وایی د ایران په سیستان او بلوچستان کښې د ترهګرې حملې په غبرګون کښې رحمت الله نبیل وویل چې په ۲۰۲۱ کال کښې به جیش العدل ډله د افغانستان د ملی وسله والو ځواکونو پرضد جګړه کړې.
د افغانستان د پخواني رژیم د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د جیش العدل ډلې په برید کې د راسک په مرکز سیستان بلوچستان کې ویلي چې جیش العدل په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د اسلامي جمهوریت د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوي.
د جمعې په ورځ (د قوس ۲۴مه) د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر یوه مرکز ترهګریز برید وشو، چې پړه یې د جیش العدل ډلې پر غاړه واخیسته.
په دغه برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او لږ تر لږه اووه نور ټپیان شوي دي.