روسيې په غزه کې د امريکا له خوا د اوربند پرېکړه د فلسطينيانو وژنه بللې ده
دید خبری اژانس: په امنیت شورا کښې دامریکا له خوا په غزه کښې د اوربند د سمدستی پریکړه لیک ویټو سخت نړیوال غبرګونونه راوپارول. روسیې د امریکا دغه اقدام د فلسطینیانو لپاره د مرګ سزا بللې او چین یې خواشیني څرګنده کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال پولیانسکي ویلي، د اوربند له رامنځته کېدو څخه د امریکا مخنیوی د غزې په تړانګه کې د زرګونو فلسطینیانو د مرګ د سزا د صادرولو په معنا دی.
هغه زیاته کړه چې په غزې تړانګه کښې د اوربند د پریکړه لیک په اړه د امریکې ویټو کول د دې ښودنه کوی چې واشنګټن د نړۍ د ټولو خلکو لپاره په بشری حقوقو باور نه لری.
په همدې حال کې په امنیت شورا کې د چین استازي د امریکا له خوا د امنیت شورا د پریکړه لیک د ردولو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
د چین استازی: موږ په خواشینۍ سره چې متحده ایالاتو په غزه کې د اور وژنې د دوام سره سره په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې د پریکړه لیک په وړاندې خپل ویټو کارولی.
له بلې خوا په ملګروملتونو کښې دفرانسې استازې د غزې د کړکیچن وضعیت په هکله د سختې اندیښنې په څرګندولو سره د امنیت شورا په ناکامۍ خواشینی څرګنده کړه .
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پنځلسو غړو څخه ۱۳ یې د دغه پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه، برتانیې یې برخه نه وه اخیستې او امریکا یې ویټو کړه.