ډید خبري اژانس: د امریکا ولسمشر کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي، چې له افغانستانه بهر د دغه هېواد پوځي ځواکونه د افغانستان له لوري ګواښونو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې کانګرس ته په یوه لیک کې ټینګار کړی چې له افغانستانه بهر د امریکا پوځي پرسونل شته چې له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره په ستراتیژیک موقعیت کې دي.
دا لیک د متحده ایالاتو د ولسمشر د روانې ژمنې مرکزي عنصر دی چې کانګرس ته د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه خبر ورکوي.
بایډن په دغه لیک کې لیکلي: د امریکا پوځي پرسونل له افغانستانه بهر ځای پر ځای دي چې د امریکا متحده ایالاتو ګټو ته د هغو ګواښونو مخه ونیسي چې کیدای شي په افغانستان کې دننه رامنځ ته شي.
هغه اشاره وکړه چې اوسني عملیات چې د ډیرو نړیوالو شریکانو په همکارۍ ترسره کیږي، په سوریه او عراق کې د داعش د وړتیاوو د پام وړ کمولو کې اغیزمن دي.
په دغه لیک کې د دغو ځواکونو جزئیات، څرنګوالی او ځای نه دی ذکر شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی ترهګریز راپور په افغانستان کې د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو د عناصرو د فعالیت دوام تایید کړی دی.
بایډن په خپل لیک کې په سعودی عربستان، اردن، لبنان، ترکیې، جنوبي افریقا، کیوبا او فلیپین کې د امریکايي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو یادونه هم کړې ده.
سره له دې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو څه باندې دوه کاله تېر شوي، په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه اندېښنې دوام لري. یو شمېر هېوادونو په دوامداره توګه له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د احتمالي پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال په کلني راپور کې چې په همدې میاشت کې خپور شو، ویلي چې د افغانستان ګاونډیان له سیمې څخه د احتمالي تروریستي ګواښونو په اړه ژوره اندېښنه لري.
په دې راپور کې راغلي: په داسې حال کې چې طا-لبان ژمن دي چې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې له افغانستان څخه د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد د بریدونو لپاره کار واخلي، د دوی وړتیا د القاعدې، تحریک طا-لبان پاکستان او داعش د عناصرو پر وراندی ناڅرګند دی.
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، سره له دې چې طا-لبانو د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد نه کار اخیستو ژمنې کړې، خو بیا هم ترهګرو ډلو ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي.