اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د امریکا په پلازمېنه کې یوه خونړۍ چاودنه وشوه

دید خبری آژانس: له امریکا څخه رارسیدلی رپوټونه وایی چی د دغه هیواد په پلازمینه واشنګټن کی یوه زوروره چاودنه وشوه. سرچينې زياته کړې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې پوليس له يوه کور څخه د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

د ویرجینیا په ارلینګټن ښار کې چې د واشنګټن په لوېدیځ پوله پروت دی، چارواکي وايي، پولیس وروسته له هغه دغه کور ته ورغلل چې د دوشنبې په شپه (قوس ۱۳) یې د دغه کور له دننه او بهر څخه د ډزو راپورونه ترلاسه کړل.

په دې چاودنه کې څو تنه پوليس ټپيان شول. خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس په کور کې دننه ژوندی پاتې شوی او که نه.

اور وژونکي لاهم د امریکا د شرقی وخت د ماشام ۱۰:۰۰ بجی پورې د اور سره مبارزه کوله.

ګاونډیان وايي، د چاودنې له شدت سره د دوی کورونه هم ولړزېدل.

د ارلینګټن کاونټي پولیسو راپور ورکړ: «افسرانو هڅه کوله چې استوګنځي ته ننوځي کله چې شکمن د کور دننه څو ډزې وکړې. وروسته د استوګنې په دغه کور کې چاودنه وشوه او چارواکي لا هم د چاودنې د لامل او ابعاد په اړه څېړنې کوي».

په آنلاین خپره شوې یوه ویډیو کې د پولیسو ځانګړي کاري ځواک او د هغوی زغره وال موټر د هغه کور په لور حرکت کوي چې چاودنه پکې شوې ده.

د دې سیمې ځینې اوسیدونکي د پولیسو لخوا بل ځای ته لیږدول شوي او د ګاونډ امنیت سیمې اوسیدونکو ته د سرپناه خبرداری ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا