اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبټولنه

ملګري ملتونه: د افغانستان وضعیت «دایمي اضطراري حالت» دی.

ډید خبري اژانس: ملګرو ملتونو په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی، ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د ایستلو او په دننه کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله په دغه هېواد کې وضعیت په دایمي اضطراری حالت کې دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان د څانګې مشر لیوناردو زولو اندېښنه وښوده چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل په هېواد کې دایمي اضطراري حالت رامنځته کړی دی.

زولو دا هم وویل، چې په افغانستان کې بد بشري وضعیت له ۲۰۲۱ کال وروسته پیل شو او له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري شړلو سره دغه وضعیت دایمي شو.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د انزوا او په هېواد کې د بشري ناورین د دوام لامل له بشري حقونو سرغړونې ګڼي.

زولو له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو شړلو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې هېواد ته د هغوی په سمه توګه راستنېدو مرستندویه بنسټونه له یوې نوې ننګونې سره مخ کړي دي.

هغه دا هم وویل چې هره ورځ له پاکستانه څه باندې شل زره افغان کډوال شړل کېږي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه نړیوال قوانین مراعات کړي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو سازمانونو له گاوندیانو څخه د افغان کډوالو د اخراج پر دوام اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې ډېر شمېر راستانه شوي کډوال د تګ لپاره هېڅ ځای نه لري. دوی له اسلام اباده وغوښتل چې ژر تر ژره د کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا