افغانستانروستي خبرونهټولنه

عدالت غوښتنې ته هارن وهل

رستاخیز غورځنګ غواړي په کابل کې اعتراضي مظاهره وکړي.

د دید خبرګزارۍ د دید  له مخې دا غورځنګ د موټر په هارن وهلو خپله نیوکه د دولت غوږونو ته رسوي.

د کابل ګارنیزیون په یوه اعلامیه کې ویلي د اساسي قانون له مخې دا مظاهره او ټولنې د ښاروالو بنسټیز حق دی او دولت مکلف دی، چې د مظاهره کوونکیو امنیت ونیسي.

په اعلامیه کې راغلي په روستیو کې مظاهرو کې د اساسي قانون نه رعایتولو خلکو تا ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي او د دا ډول تاوانونو د مخنیوي لپاره د مظاهرو تنظیم کوونکي موضوع له پولیس سره شریکه کړي، چې امنیت یې وساتل شي او همداراز شنو امنیتي ساحو ته له ننووتو دې مخنیوی وکړي .

په دوام کې راغلي، چې مظاهرچیان دې وسله وال نه وي او که له قانونه دې سرغړونه نه کوي او که و یې کړ؛ نو قانوني چلن به ورسره وشي.

حال داچې په زنبق څلور لارې کې تر حملې روسته، چې ۱۵۰ کسان مړه او تر ۵۰۰ زیات ټپیان شول؛ نو کابل ښاریانو په مظاهرو لاس پورې کړ؛ خو مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه او د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ اخ و ډب وشو او تر هغه روسته هم د یوه مظاهره چي د وژل کېدو د جنازې په مراسمو کې ۸ تنه مړه او ۸۰ تنه ټپیان شول .

تر ۱۹ ورځو روسته د رستاخیز غورځنګ خیمې امنیتي ځواکونو راټولې کړې او نن دا غورځنګ د موټر په هارن وهلو مظاهره کوي .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا