اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د کاکړ څرګندونو ته د مجاهد غبرګون: که په پاکستان کې هوښیار رهبري وي، اړیکې ښې کېدای شي

ډید خبري اژانس: ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي له افغانستان سره ستونزې هغه وخت کمې شي چې کابل یو قانوني او مشروع حکومت ولري، ویلي چې له پاکستان سره به اړیکې د هوښیارۍ په صورت کې ښې شي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د پالیسي څیړنو په انستیتوت کې په یوه غونډه کې وویل چې که په کابل کې یو قانوني او مشروع حکومت وي، د لویدیځ پاکستان ستونزې به کمې شي.

کاکړ: له افغانستان سره د پاکستان د لوېدیځې برخې ستونزې به هغه مهال کمې شي چې کابل قانوني حکومت ولري.

هغه زياته کړه، سره له دې چې په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې ميلياردونه ډالره پانګونه شوې، خو يو پياوړى مرکزي حکومت نه دى رامنځته شوى.

بلخوا ذبیح الله مجاهد پرون د انوارالحق کاکړ دغو څرګندونو ته غبرګون وښود او هغه یې رد کړل.

مجاهد وویل: په افغانستان کې یو قانوني نظام دی چې خلک یې تر څنګ ولاړ دي.

هغه زياته کړه، چې دوى له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان سره ښې اړيکې غواړي، خو که په پاکستان کې هوښيار مشرتابه شتون ولري، اړيکې ښې کېداى شي.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ له راتګ او په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو له زیاتېدو وروسته د پاکستان او طا-لبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا