د بشري حقونو فعالان: پاکستاني پولیس ښځې او ماشومان بندیان کوي
ډيډ خبري اژانس: د پاکستان د بشري حقونو فعالان وايي، د دغه هېواد پولیس د ناقانونه کډوالو د ځپلو لپاره ښځې او ماشومان بندیانوي او له هېواده یې شړي.
د ABC د راپور له مخې، په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله منېزه کاکړ وايي، د سند صوبې پولیس په نیمه شپه کې د خلکو پر کورونو چاپې وهي او د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کورنۍ بندي کوي.
هغه او نور فعالان د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې د مهاجرینو سره د مرستې لپاره د کراچۍ د توقیف ځایونو څخه بهر ولاړ دي، خو وايي چې دوی تاسیساتو ته د لاسرسي له ننګونو سره مخ دي.
مېرمن کاکر زیاته کړه: د اکټوبر له ۳۱مې نېټې راهیسې دوی هره ورځ سلګونه افغانان بندیان کړي او ماشومان او ښځې یې هم نه دي معاف کړي.
د دغه راپور پر بنسټ په تېرو اوونیو کې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان له پاکستانه وتلي دي.
باید وویل شي، چې په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو له زیاتېدو وروسته اسلام اباد له دغه هېواده د ناقانونه کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه.