اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

د ایران ولسمشر ازبیکستان او تاجیکستان ته ځي

ډید خبري اژانس: د ایران ولسمشر له خپل تاجیکستاني سیال سره د لیدنې او د اقتصادي همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه تاجیکستان او بیا ازبیکستان ته ځي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي به سبا چهارشنبه دوشنبی ته ولاړ شي او د پنجشنبې په ورځ به له خپل تاجیکستاني سیال امام علي رحمان سره وګوري او د پنجشنبې په ورځ به د اقتصادي همکاریو د سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، دا د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته تاجیکستان ته د ولسمشر رییسی دویم سفر دی.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ولسمشران د تاجیکستان او ایران د سوداګرۍ خونې په غونډه کې چې د نومبر له ۷مې تر ۱۲مې په دوشنبې کې جوړېږي، ګډون وکړي.

د تاجیکستان د پانګونې او دولتي املاکو د مدیریت کمیټې مخکې اعلان کړی و چې د نومبر په اتمه او نهمه په دوشنبه کې د دواړو هېوادونو د متشبثینو په ګډون یوه غونډه جوړه شي.

د ایران ولسمشر به د اقتصادي همکاریو د سازمان (ایکو) په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د پنجشنبې په ورځ د ازبیکستان پلازمینې تاشکند ته لاړ شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا