روستي خبرونهنړۍ

امريکا په سوریه کې د داعش غړي امن سیمو ته لېږدوي

د سوریې د پارلمان یو غړی وایي، امریکایي پوځ د الوتکو له لارې د سوریې رقه سیمه کې مېشت داعش جنګیالي د جګړې له ځایه خوندي سیمو ته لېږدوي.
عمار الاسد سپوتنیک رسنۍ سره خبرو کې د امریکا په دولت تور ولګوه چې د سوریې له حکومت سره دښمني کوي او د جوړو شویو فلمونو په واسطه هڅه کوي چې د سوریې دولت مجرم وښیي.
الاسد د امریکا له لوري سوریه کې د کیمیاوي وسلو ادعا نه مني او زیاتوي چې د سوریې اوسنی وضعیت داسې دی لکه په ۲۰۰۳ ز کال کې چې د عراق وضعیت و.
امریکا په ۲۰۰۳ ز کال کې په عراق په دې تور برید وکړ چې دغه هېواد کیمیاوي وسله لري؛ خو دغه هېواد کې یې هېڅ و نه موندل.
له دې وړاندې نورو هېوادونو هم په امریکا د داعش ډلې د ملاتړ تورونه لګولي دي. امریکا ییا وایي چې سوریه، عراق او افغانستان کې د داعش ضد جګړه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا