اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د سید مصطفی کاظمی د شهادت ۱۶ کلیزه؛

د نجات ملي مقاومت شورا: شهید کاظمي د افغانستان په ملي یووالي او سیاسي پرمختګ کې مهم رول درلود

دید خبری اژانس: د افغانستان د نجات ملی مقاومت شورا په بغلان کښې د سید مصطفی کاظمی او د هغه د ملګرو د وژلې د شپاړسمې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کښې په طا-لبانو د تورونو ګوتې نیولې او هغوی یې د دغه جنایت عامل وبلل.

د ملي مقاومت د نجات شورا په دغه پيغام کې ليکلي دي چې سيد مصطفی کاظمي د جمهوري نظام له جوړېدو وروسته د هېواد د ملي پياوړتيا او سياسي پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

دغې شورا په خپل پيغام کې ليکلي دي: د ۱۳۸۶ کال د عقرب د مياشتې په پنځلسمه نيټه په يوه تروريستي پيښه کې د سيد مصطفی کاظمي په ګډون د افغانستان د ملي شورا شپږ تنه وکيلان او د بغلان ولايت په لسګونو تنکي ماشومان او د ښوونځي زده کوونکي شهيدان شول. په دغه وحشتناکه پیښه کې چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د تحقیقاتو په اساس د طا-لبانو ډلې له خوا پلان شوې او ترسره شوې وه، شاوخوا ۷۳ تنه چې زیاتره یې د ښوونځیو زده کوونکي وو، شهیدان او تر سلو زیات نور ټپیان شول.

په پيغام کې زياته شوې ده: شهيد سيد مصطفی کاظمي د هېواد په کچه يو له مخکښو سياسي شخصيتونو څخه و چې د هېواد په نوي نظام کې يې د خلکو په يووالي او پيوستون او په سياسي او اقتصادي پراختيا کې مهم رول لوبولى دى. دغه راز هغه استازي چې له ده سره ملګري وو د هغو مشهورو کسانو له جملې څخه وو چې د خلکو د خدمت په وخت کې د ډار اچوونکو له خوا شهيدان شول.

د ملي مقاومت د نجات شورا په پیغام کښې زیاته شوې ده: له بده مرغه هغو کسانو چې پرون یې د شرمناکه معاملې او له مخکې له مخکې د پلان شوې دسیسې په اساس دغه ډول ستر ناورینونه او تنظیمي جنایتونه پلانول او ترسره کول یې نن په قدرت او دعوه تکیه کوي. دوی د افغانستان د خلکو پر ضد دي.

دغې شورا د پيغام په يوه برخه کې ليکلي: د نړۍ له هېوادونو او نړيوالو فورمونو څخه غواړي چې د اوسني غير انساني حالت د کابو کولو لپاره د يوه منتخب او قانوني نظام په رامنځته کولو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا