دید خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په تهران کی د لومړی وزیر له اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر سره وکتل.
ملا برادر پرون د یوه ۳۰ کسیز پلاوي په مشرۍ د ایران پلازمېنې تهران ته ورسېد.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه (عقرب ۱۴مه) اعلان وکړ چې امیر عبداللهیان له ملا برادر سره د اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
دا په هیواد کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ایران ته د ملا برادر لومړی سفر دی.
نوموړی دوه کاله وړاندې په دوحه کې د طا-لبانو د مرکچي پلاوي د مشر په توګه ایران ته تللی و.
خو پرون ښاغلي برادر د ایران د کرنې له وزیر سره د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي مسایلو په اړه په یوه غونډه کې ګډون وکړ.