اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي

ډید خبري اژانس: له فلسطین څخه راپورونه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو د اسرائیلي رژیم د هوايي بریدونو په پایله کې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ۷۰ سلنه یې ښځې او بوډاګان دي.

د رویټرز په وینا، اسراییلو د دوشنبې په سهار (د لړم ۱) په غزه بمباري وکړه او الوتکو یې د ورځې او شپې په اوږدو کې د لبنان جنوبي سیمې هم په نښه کړې.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جګپوړو جنرالانو او کابینې سره د شخړو د زیاتوالي د ارزولو لپاره غونډه وکړه.

په همدې حال کې د فلسطین رسنیو خبر ورکړی چې د صهیونیسټ رژیم حملې د غزې تړانګې په مرکز او شمال کښې متمرکزې دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د غزې په شمال کې د جبالیه کډوالو کمپ ته څېرمه پر یوه کور برید شوی، چې ګڼ فلسطینیان یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په دوو اونیو کې د اسرائیلو په بمباریو کې لږ تر لږه ۴۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

د اسراییلي رژیم د وروستیو بریدونو شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او بوډاګان دي.

د رپوټونو پر بنسټ، اسرائیلي رژیم له ځمکني برید مخکې هوايي بریدونو ته شدت ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا