افغانستانروستي خبرونه
د افغانستان د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار سکرتر حاجي فرید ووژل شو
د افغانستان اسلامي حزب ویلي دي چې د یاد شوي ګوند د مشر حکمتیار سکرتر حاجي محمد فرید نن سهار هله ووژل شو چې د سهار لمانځه نه وروسته د جومات نه د راوتو په حال کې وو چې د ناپیژانده کس یا کسانو لخوا پرې برید وشو.
نوموړی نن سې شنبه د مې ۳۰ مه د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې ووژل شو.
د افغانستان د شمشاد تلویزیون د خبر له مخې حاجي محمد فرید د اسلامي حزب د مخکښو قومندانانو او حکمتیار د ډیر نږدې کسانو څخه وو.
همداشان حاجي محمد فرید د ګلبدین حکمتیار سره خپلولي هم درلودله. حاجي فرید لور د ګلبدین حکمتیار مشر زوی ته ناسته ده.