دید خبري آژانس: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی مفتش وايي، طا-لبان له بشري مرستو څخه په غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مفتش اداری (سیګار) له افغانستان سره د دوه میلیارده ډالرو مرستې له استولو دوه کاله وروسته موندلې چې طا-لبان په غیر مستقیم ډول د دغه هېواد له بشري مرستو ګټه اخلي.
سیګار په ایکس کې لیکلي: دا مرستې د متحده ایالاتو لخوا تمویل شوي برنامو کې کار کولو افغانانو باندې د شخصي عایداتو مالیاتو له لارې مالیه عاید او د مالکینو، قراردادیانو او پلورونکو څخه پیرودل شوي توکو څخه د پلور مالیاتو عاید دي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته په رسمي توګه هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالر افغانستان ته استولي دي.