اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ګوتریش: په منځني ختیځ کې د وینې تویولو، کرکې او قطبي کېدو شیطاني دوره باید پای ته ورسېږي

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، اسراییل باید د امنیت په برخه کې خپلې مشروع اړتیاوې پوره کړي او فلسطینیان باید د خپل دولت د جوړولو لپاره روښانه لیدلوری درک کړي.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د سه شنبې په ورځ (۱۸ میزان) د اسرائیلي رژیم او فلسطینیانو تر منځ د شخړو په غبرګون کې وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې په منځني ختیځ کې د وینو تویولو، کرکې او قطبي کېدو ناوړه دوره پای ته ورسېږي.

ګوتریش: اسراییل باید د امنیت لپاره خپل مشروع اړتیاوې درک کړي او فلسطینیان باید د خپل دولت د جوړولو لپاره روښانه لید درک کړي.

هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه باید د غزې په تړانګه کې بند پاتې او بې کوره شوي فلسطیني ملکي وګړو ته د سمدستي بشري مرستو رسولو ته لاس رسی ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دغو هڅو لپاره سمدستي بشري مرستې جلب کړي.

د يادونې وړ ده چې د فلسطينيانو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ نښتې څلورمې ورځې ته داخلې شوې دي او تر اوسه پورې د دواړو غاړو په سلګونو خلق وژل شوي، ژوبل او يا نيول شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا