اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

کابلوف: زه فکر کوم دا امکان نه لري چې طا-لبان به د حماس او اسرائیلو ترمنځ په شخړه کې لاسوهنه وکړي

ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، امکان نه لري چې طا-لبان به د حماس په څنګ کې له اسرائیلي رژیم سره د فلسطیني مقاومت په جګړه کې لاسوهنه وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن دوشنبه (۱۷ میزان) وویل، مسکو باور نه‎لري چې طا-لبان دې د فلسطین او اسرائیلو په جګړه کې د حماس غورځنګ د مداخلې او ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې ولري.

یو شمېر نړیوالو رسنیو له دې مخکې خبر ورکړی و، چې ښایي طا-لبان د فلسطین او صهیونیسټي رژیم ترمنځ په اوږدمهاله جګړه کې له حماس سره یوځای شي.

کله چې د دا ډول راپورونو په اړه وپوښتل شول، کابلوف ځواب ورکړ، «بلکل نه» او زیاته یې کړه چې غلط معلومات د «د احساساتي خپګان» پایله وه.

د روسیې استازي ویلي دي: طا-لبان په ښکاره دلایلو له فلسطینیانو سره خواخوږي لري. مګر هر څه چې ما په رسنیو کې ولیدل او لوستل یې بې بنسټه او جعلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا