ملا برادر د کابل-شانګهای دهلېز پرانېسته: د کډوالو ځورول د منلو وړ نه دي
ډید خبري آژانس: د اقتصادي چارو مرستیال ملابرادر اخند د کابل-شانګهای هوايي دهلېز له پرانستلو وروسته ویلي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو ځورونه د زغم وړ نه ده.
د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن یکشنبه (۱۶ میزان) د کابل-شانګهای هوايي دهلېز پرانیست.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال له هغو هېوادونو مننه وکړه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او له سوداګرو سره ښې اړیکې لري.
هغه زیاته کړه، که د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو وي، دا د سوداګرو او صنعتکارانو د هڅو پایله ده.
ملا برادر: د یو هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره امنیت خورا مهم دی، له نېکه مرغه په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او له همدې امله په هېواد کې دننه او بهر له افغان پانګوالو غوښتنه کوو چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د متقابل درناوي د اصولو پر بنسټ مثبت تعامل غواړي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ځورونه د زغم او منلو وړ نه ده.
برادر د خپلو خبرو په پای کې وویل، هرات ولایت ته د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو د څېړلو په موخه هرات ولایت ته سفر کوي.
هغه له شتمنو هېوادوالو وغوښتل چې په دې سختو شرايطو کې د هرات او د هغه ګاونډيو ولايتونو له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وکړي.