۴۰۰ افغان کډوال د اسنادو له تایید وروسته د پاکستان د پولیسو له بند څخه خوشي شول
د دید آژانس د خبر له مخې له پاکستان څخه راپورونه وايي، چې د دغه هېواد پولیسو په اسلام اباد کې په عملیاتو کې ۸۰۰ افغان کډوال نیولي او ۴۰۰ یې د اسنادو له تایید وروسته خوشي کړي دي.
پرون د اسلام اباد پولیسو خبر ورکړ چې دغه پناه غوښتونکي د «برکاهو، ترنول، مهار ابادیان، ګولره او کالونی شمس» سیمو څخه نیول شوي دي.
د اسلام اباد پولیسو ویلي چې د دغو پناه غوښتونکو له ډلې ۳۷۵ یې د هویت اسناد نه لري او له دې هېواده به ویستل شي او ۲۵ نور به تر هغو په توقیف کې پاتې شي چې اسناد یې تایید شوي نه وي.
د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان په امنیتي ادارو کې سرچینو خبر ورکړی، چې د نیول شویو کسانو نوملړ د دغه هېواد د استخباراتي ادارو له خوا له عملیاتو مخکې چمتو شوی و.
د دغه رپوټ له مخې په دغه لېست کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې د «جنايي فعالیتونو» تاریخ لري.
د اسلام اباد پولیس وايي په راتلونکو ورځو کې به د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات ګړندي کړي.
دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په تدریجي ډول به له هغه هېواده تر یو میلیون ډېر غیر قانوني افغان کډوال وباسي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په پاکستان کې له ۳،۷ میلیونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي، چې یوازې ۱،۳ میلیونه یې رسمي استوګنه لري.