ایران د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه
ډید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي، د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په پام سره نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه وویل چې له اقتصادي ننګونو سره د مقابلې لپاره باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لیرې شي.
د هغه په وينا، وروسته له هغه چې طا-لبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د اړمنو افغانانو شمېر زيات شوى دى.
ایران له افغانستان سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې پر اخلاقي مکلفیت ټینګار کوي او د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې، د کډوالو د خوندي راستنیدو او د سیمې د امنیت د تامین لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کوي.
هغه دغه راز په افغانستان کښې د ترهګرو حملو، د نشه ایزو موادو د قاچاق، د ښځو په تعلیم باندې د محدودیتونو او د کلتوری میراثونو د ګواښونو په هکله د تهران اندیښنه څرګنده کړه.