اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه
ګوترش: نن دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې نجونې ښوونځي ته نه ځي
ډیډ خبري اژانس: د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ منع کول له بشري حقونو څخه په ناحقه سرغړونه ده چې ټول هېواد ته به تلپاتې زیانونه واړوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ (۲۷ صباح) په خپله X پاڼه کې لیکلي چې په ښوونځیو کې د نجونو پر حضور د بندیز له لګېدو دوه کاله تېر شوي دي.
ګوټریس: دا د بشري حقونو څخه ناحقه سرغړونه ده چې ټول هیواد ته به اوږدمهاله زیان ورسوي.
هغه زياته کړه، چې نجونې په ښوونځي پورې اړه لري.
باید وویل شي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو دویمه کلیزه په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان په نیویارک ښار کې د نړۍ د مشرانو د ۷۸مې عمومي غونډې کوربه دی.