اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ټوبیاس ایلوډ د افغانستان په اړه د خپلو څرګندونو له امله استعفا وکړه

ډید خبري اژانس: د بریتانیا د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې مشر د افغانستان په اړه د خپلو وروستیو څرګندونو له امله له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د برتانیې د محافظه کار ګوند استازي توبیاس ایلوډ د افغانستان په اړه د خپلو څرګندونو له امله د نیوکو له څپو وروسته د برتانیا د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د جولاى په مياشت کې د برتانيا د دفاع د پخواني وزير څرګندونې چې ويلي يې وو د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې وضعيت «ښه شوى» دى، جنجالي شو.

هغه په ​​دې کمېټه کې د خپلو ملګرو استازو د نه باور رايې سره مخامخ شو.

خو د راپورونو پر اساس نوموړي اوس له دغه مقامه استعفا کړې ده.

یوې باخبرې سرچینې ویلي چې د بریتانیا پارلمان د «له دندې ګوښه کولو» مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه.

ایلوډ په پیل کې د خپلو څرګندونو دفاع وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې ثبات د پخوا په پرتله «ډیر شوی» دی، خو وروسته یې بښنه وغوښته او ویې ویل چې هلمند ولایت ته د سفر پر مهال یې په ټولنیزو رسنیو کې په خپلو څرګندونو کې «تېروتنه» کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا