روستي خبرونه

له اسلامي تاریخ سره د داعش بل ستر خیانت

داعش  ترهګرې ډلې یو ځل بیا  مهم اسلامي  اثر  په بمونو والوزو.

داعش ترهګرې ډلې  داځل   د عراق د موصل په ښار کې د النوري تاریخي  جومات  په بمونو  ولوزو.

د عراق د موصل ښار د ژغورنې د عملیاتو د مسئولینونو نه  ډګرجنرال عبدالامیر یارالله  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  داعش ترهګرې ډلې یو بل مهم  اسلامي  اثر  په بمونو ولوزو. هغه وویل چې  عراقي ځواکونه  د موصل په ښار کې  د النوري تاریخي جامع جومات  ۵۰ مترۍ ته د رسیدو سره  داعش  یاد شوی  جومات  په ډیره  بې رحمانه توګه  شهید کړ.

داعش د النوري تاریخي  جومات  د منارو سره  یو ځای  د بمونو سره  ولوزو.

هغه  د داعش ترهګرې ډلې  ددې عمل نه  د ستر بشري  جنایت په توګه یادونه وکړه او وویل چې  عراقي ځواکونه  پرمختګ ته دوام  ورکوي.

د ویلو ده  چې  دا تاریخي  جومات هغه جومات  دی  چې  د داعش ترهګرې ډلې  د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې  د موصل ښار د نیولو نه  وروسته  د یادې شوې ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغدادي پکې  خپل خلافت  اعلان کړ.

په هغه سیمه  کې چې دې جومات  شتون درلود  د مرکزي جامع جومات  نوم  ورکړ شوی وو.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا