د امريکا پخواني سفير رابرټ فورډ: پر امریکا ډاډ په کار نه دی
سوريه کې د امريکا پخواني سفير رابرټ فورډ څرګنده کړې ده، چې امريکا ونه توانېده په دې هېواد کې د ايران مخې ته ودرېږي او لکه په ۱۹۸۳ کال کې چې له بيرت او ورپسې له عراق ووته، داسې به له سوريې هم ووځي.
نوموړي له «الشرق الاوسط» ورځپاڼې سره خبرو کې سوریه کې د امريکا د اوسني ولسمشر هدف ته په اشاره وويل، چې «ټرامپ غواړي هلته د ايران نفوذ راکم کړي، څو اوونۍ وړاندې مې د هغه له يوه سلاکاره داسې واورېدل»، خو ولسمشر په دې نه پوهېږي، چې «لوبه پای ته رسېدلې ده. دوی ډېر ناوخته کړ. اوباما په ځان پسې ادارې ته ډېر واک نه دی پريښی چې خپلې موخې ترلاسه کړي».
دغه امريکايي سفير خپل حکومت سره د سوريې د کردانو د اړيکې په اړه وويل، چې «پر امريکا باور تر ټولو ستره غلطي ده، چې د سوريې کردان يې کوي». نوموړي زياته کړه، چې واشنګټن کردان يوازې د رقه ښار د نيولو له پاره کاروي، «زما په اند کردان چې اوس څه کوي، نه يوازې سياسي بې عقلي ده، بلکې غير اخلاقي کار هم دی. امريکايانو د صدام حسين پر مهال کردان د اوږدو کلونو له پاره وکارول. ايا تاسو دا ګومان کوئ، چې امريکا به له «ډموکرات اتحاد» او «ملي ملاتړ ډلو» سره له هغه بدله معامله وکړي، چې هنري کسنجر له عراقي کردانو سره وکړه (چې لاس يې ترې واخيست). زه سپين وايم امريکايي چارواکو ما ته دا خبرې کړې دي. د سوريې کردان پر امريکايانو د باور له کبله تر ټولو ستره خطا کوي».