اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ریل پټلۍ مشر ایران ته ولاړ

دید خبري آژانس: ددغې ادارې دعمومي رييس بخت الرحمن شرافت په مشرۍ داورګاډي د ادارې پلاوى ديو رسمي بلنې له مخې ايران ته روان شوى دى.

د ریل پټلۍ ریاست نن دوشنبه (۶ سنبله) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د ایران د ریل پټلۍ د ریاست په رسمي بلنه له خپل یوه پلاوي سره دغه هېواد ته تللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: په دې سفر کې پلان شوې ده چې د خواف – هرات د اورګاډي د دریمې برخې له لارې د انتقال د بهیر د چټکتیا، د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې د کارکوونکو لپاره د لنډ مهاله تخنیکي روزنیزو کورسونو د پیل او د دغه اورګاډي د پټلۍ په اړه خبرې وشي. د اوسپنې پټلۍ د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او د ايران له بېلا بېلو چارواکو سره وکتل.

د يادونې وړ ده، چې د سوداګرۍ د اسانتيا په موخه د اورګاډي پټلۍ پراختيا له ډېرې مودې راهيسې د دواړو هېوادونو د اجنډا په سر کې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا