اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست
ظاهر اغبر: طا-لبان به هېڅکله هم ټول شموله حکومت جوړ نه کړي
ډید خبري اژانس: په تاجکستان کې د پخواني رژیم سفیر وايي، په افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې ترهګرې ډلې فعالې دي، چې ټولې سیمې او نړۍ ته خطر دی.
د تاس به نقل، په تاجکستان کې د افغان پخوانی حکومت سفیر محمد ظاهر اغبر ویلی دی، چې اوس مهال په افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې ترهګرې ډلې فعالې دي او ټولې سیمې ته ګواښ دی.
هغه زیاته کړه: مونږ د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د ۲۱ ترهګرو ډلو د شتون شاهدان یو چې د سیمې او نړۍ لپاره جدی ګواښ دی.
د هغه په وينا، د دې ډلو شتون به ناوړه پايلې ولري.
دغه دیپلومات دا هم وویل چې طا-لبان «نه دي توانیدلي چې یو ټول شموله حکومت رامینځته کړي او هیڅکله به یې ونه کړي».
دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته، طا-لبان وايي چې د دوی واکمني ټول شموله ده.