امریکا: د خلیلزاد څرګندونې زموږ رسمي دریځ نه دی
ډيډ خبري اژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د خلیلزاد څرګندونې د واشنګټن له تګلارې نه دي او په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحرانونو حل یې د دغه هېواد لومړیتوب دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د واشنګټن سمدستي لومړیتوب د افغانستان له خلکو سره د مرستې او په دغه هېواد کې له بشري او اقتصادي بحران سره د مقابلې په ګډون دی.
نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
هغه زیاته کړه: هغه څه چې زه به یې ووایم، د امریکا متحده ایالات په نهایت کې غواړي یو داسې افغان وویني چې له ځان سره سوله ولري، له ګاونډیانو سره په سوله کې وي او په خپلو پښو ودریږي او د افغانستان په اړه زموږ پالیسي په همدې هدف ولاړه وي. په افغانستان کې د روانو بشري او اقتصادي بحرانونو سره د مرستې او حل کولو په ګډون د افغانستان د خلکو ملاتړ زموږ لپاره یو عاجل لومړیتوب دی.
پټېل زیاته کړه چې امریکا اوس هم له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو تر ټولو لوی برابرونکی هېواد دی.
هغه وویل، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان له خلکو سره د ژوند ژغورنې په برخه کې له ۱.۹ میلیارد ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده.
باید وویل شي، چې خلیلزاد په دې وروستیو کې د طا-لبانو له مخالفو سیاستوالو غوښتي، چې افغانستان ته راشي او له طا-لبانو سره د اساسي قانون پر سر خبرې وکړي.